زموږ کیسه: د هنر او کلتور ژوندي ساتل

د رخسار لاسي صنایعو تولیدي شرکت په ٢٠٢٢ کال کې د یوې روښانه موخې لپاره تاسیس شو: د افغانستان بډایه کلتوري میراث، دودونو او ارزښتمنو لاسي هنرونو ساتنه، وده او نړۍ ته معرفي کول. موږ یو خپلواک شرکت یو چې په ویاړ سره د پخوانیو افغاني هنرونو لکه خامک‌دوزي، ګراف‌دوزي، سلمه دوزي او نورو ته د نوي او عصري ډیزاینونو په ورکولو سره نوی ژوند ورکوو.

زموږ بنسټ ایښودونکي په دې باور دي چې زموږ لاسي صنایع یوازې د ښکلا توکي نه، بلکې زموږ د تاریخ، هویت او د نسلونو د مهارتونو کیسې دي. په داسې یو وخت کې چې ډیری دودیز هنرونه د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي، رخسار د یوې هیلې په توګه رامنځته شو ترڅو دا هنرونه نه یوازې ژوندي وساتي، بلکې داسې نوښتونه پکې راولي چې د نن ورځې له غوښتنو سره سمون ولري او د ځوان نسل پام ځانته راواړوي.

زموږ لیدلوری او ماموریت

زموږ لیدلوری

موږ غواړو چې د افغانستان د لاسي صنایعو په برخه کې یو مخکښ نوم واوسو، چې زموږ تولیدات په نړیواله کچه د کیفیت، نوښت او افغاني اصالت د سمبول په توګه وپېژندل شي.

زموږ ماموریت

زموږ ماموریت دادی چې د پخوانیو لاسي هنرونو او عصري ډیزاین په یوځای کولو سره بې ساري او لوړ کیفیت لرونکي محصولات تولید کړو، نوي بازارونه ورته ومومو، او د دې لارې خپل کلتور ته وده ورکړو او د ماهرو افغان هنرمندانو ملاتړ وکړو.

زموږ ځانګړي خدمتونه

د لوړ کیفیت دوزيو تخصصي خدمتونه - موږ په لاندې برخو کې د بې مثاله مهارتونو سره خدمتونه وړاندې کوو:

دودیز افغاني کالي

د هر ډول سیمه ییزو او ملي دودیزو جامو ګنډل د ځانګړي ډیزاین سره.

سلمه‌دوزي

په جامو او نورو توکو باندې د سروزرو او سپینوزرو تارونو ښکلي نقشونه.

خیاطي او لباس جوړونه

د عصري او دودیزو جامو ډیزاین او ګنډل د پیرودونکو د خوښې سره سم.

څرمه‌دوزي

د څرمنې څخه د لاسي توکو لکه بکسونو، بوټونو او نورو شیانو جوړول.

خامک‌دوزي

په نازکو تارونو د ستنې په واسطه د جامو او ټوکرانو ښایسته کول.

مهره‌دوزي

په جامو او نورو توکو باندې د مرجانونو او مهرو په واسطه ښکلي نقشونه جوړول.

قندهاري‌ډول ګنډنه

د کندهار مشهور او پېچلي ګنډل چې ځانګړی مهارت غواړي.

ګراف دوزي

په ټوکر باندې د شمېر او نقشې له مخې د مختلفو ډیزاینونو ګنډل.

له موږ سره وصل شئ

موږ خوښ یو چې ستاسو نظرونه واورو، ستاسو پوښتنو ته ځواب ووایو او ستاسو سره مرسته وکړو.

د اړیکې معلومات

پته: جلال اباد ښار، دریمه ناحیه، بابریانو کلی، معلم غني کور

اړیکې شمیره: 0783462023

واټساپ: 0783462023

بریښنالیک: akbarirukhsar2023@gmail.com