د قندهار ښځې د خپل دودیزو کالیو له لارې د هنر، ښکلا او عزت یو ځانګړی انځور وړاندې کوي، چې د زرغونو تارونو کیسې بیانوي
هر لاسي کیف زموږ د دودونو او تاریخي ارزښتونو ښکلی استاز دی، چې له مینې او مهارت څخه جوړ شوی دی
د رخسار دودیز کیفونه د افغاني کلتور او هنري ذوق ژوندی انځور وړاندې کوي، چې د هر ګنډ د زړه کیسه بیانوي
یخن یوازې د لباس یوه برخه نه ده، بلکې د ښکلا، مهارت او دودیز هنر ژوندی انځور دی هر تار او ګنډ پکې د مینې او زحمت کیسه کوي، چې د افغاني کلتور ارزښتونه تازه ساتي
قندهاري دودیز کالي د تاریخ او فیشن یوځایوالی دی، چې د ښځینه ښکلا، وقار او کلتوري ویاړ ښکارندویي کوي
قندهاري لباسونه د طبیعي رنګونو، خامکدوزۍ او ښکلي ګنډونو له لارې د ښځو د مینې او هنر ژبه ګرځېدلې ده
د رخسار د خیاطۍ او لاسي صنایعو شرکت په ۲۰۲۲ کال کې د افغاني دودونو او لاسي هنرونو د ودې لپاره جوړ شوی دی موږ دودیز افغاني کالي ګنډو، خیاطي، سلمهدوزي، څرمهدوزي، خامکدوزي، مهرهدوزي، او قندهاري ګنډنه په لوړ مهارت سره ترسره کوو رخسار د قانوني جواز له مخې فعالیت کوي او د کلتوري ښکلا سره یو ځای، خپلو مشتریانو ته غوره تولیدات وړاندې کوي
_____________
څرمهدوزي د لرغوني هنرونو له جملې څخه ده چې د څرمنې (پوستکي) پر مټ بېلابېل توکي لکه جامې، بوټان، کڅوړې او نور توکي جوړېږي
____________
خیاطي او لباس جوړونه یوه هنري مهارت دی چې د فرهنګ او ټولنې د هويت ښکارندویي کوي دا هنر د فرد او ټولنې اړتیاو ته په پام سره د ښکلا، راحتۍ او دودونو په اساس د لباس جوړولو پروسه ده
_____________
د دودیزو افغاني کالیو ګنډنه زموږ د هنر، کلتور او تاریخ ژوندی استازیتوب کوي هر ګنډ، هر تار او هر رنګ د افغاني میراث ښکلا څرګندوي، چې موږ یې په لوړ مهارت او اصلي دودونو سره ژوندی ساتو
_____________
قندهاريډول ګنډنه د افغانستان د قندهار د سیمې یوه مشهوره دودیزه هنر ده چې پر کالي، واسکټونو او چپنونو باندې د منظمې، ظریفې او کلکې ګنډنې له لارې ځانګړی ښکلا رامنځته کوي دا ګنډنه زیاتره په هندسي بڼو او منظمو کرښو سره ترسره کېږي
_____________
مهرهدوزي د سينګار يوه هنري بڼه ده چې پکې کوچني رنګه مهرې د تار په وسیله پر ټوکر، کالي یا کڅوړو باندې ګنډل کېږي دا هنر کالي، چپنې، دستمالونه او حتی سينګاري توکي ډېر ښکلي او رنګین کوي
_____________
خامکدوزي د لاس ګنډلو یو ښکلی دودیز هنر دی چې پکې د سپین تار په وسیله پر نریو ټوکرونو ښکلي هندسي او ګلډوله بڼې ګنډل کېږي دا هنر زیاتره د کالیو، دستمالونو او نورو سينګاري توکو د ښکلا لپاره کارېږي
موږ هڅه کوو چې د افغانستان اصلي کلتور، دودیز هنرونه او ملي ارزښتونه له خپلو مشتریانو سره شریک کړو
زموږ ټول تولیدات د لاس جوړ شوي، ځانګړي او د افغاني ښځو د هنر ښکارندويي کوي له دودیزو پیراهنو نیولې،
تر ګلدوزۍ، مهرهدوزۍ او سلمهدوزۍ پورې، هر محصول مو د ځانګړې پاملرنې او ښکلا نتیجه ده موږ باور لرو
چې افغاني لاسي هنرونه نه یوازې د ښکلا نښه دي، بلکې د هویت برخه هم دي هدف مو دا دی چې د هنر له لارې
کلتور ژوندی وساتو او نړۍ ته یې ور وپیژنو
رخسار یو نوښتګر او خپلواک تولیدي شرکت دی، چې په ۲۰۲۲ کال کې د هغو میرمنو لهخوا بنسټ اېښودل شوی، چې د هنر، کلتور او دودونو سره ژوره مینه لري دغه شرکت د دې لپاره رامنځته شوی چې د افغاني دودیزو هنرونو، خیاطۍ او لاسي صنایعو ارزښت ژوندی وساتي، او له عصري انداز سره یې نړیوال بازار ته وړاندې کړي
📍 آدرس: بابریانو کلی، معلم غني کور
📞 واتساپ / تماس: 0783462023
✉️ ایمیل: akbarirukhsar2023@gmail.com